د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر او بحرین هم د الجزیره ویبسایټونو بندولو پرېکړه کړې


مصر او بحرین هم له سعودي عرب او متحده عربي اماراتو سره د قطر د الجزیره چینل د ویب‌سایټونو په بندولو کې لاس یو کړی دی.

د قطر رسمي خبري ویبپاڼې چې د دې هېواد د چارواکیو په وینا د چارشنبې په ورځ هېک شوې وه، داسې خبرونه خپاره کړل چې د عربي هېوادونو ترمنځ يې یوې نوې شخړې ته لمن ووهله.

د قطر رسمي ویبپاڼې د دې هېواد د امیر شیخ تمیم بن حمد په حواله د یوه جعلي خبر په ترڅ کې لیکلی چې ایران یو اسلامي قوت دی او د ایران پر ضد درېدل غیر عادلانه دي.

په دې خبر کې دا هم راغلي چې قطر له اسرائیل، ایران او متحده ایالاتو سره ښې اړیکې لري او دوحه د حماس ډله د فسلطینانو اصلي استازې بولي.

که څه هم د قطر حکومت سمدستي دا خبرونه رد کړل او اعلان يې وکړ چې د دې هېواد رسمي ویب‌پاڼه هېک شوې ده.

قطر ویلي چې ویبپاڼه یې هک شوې ده.
قطر ویلي چې ویبپاڼه یې هک شوې ده.

خو د سعودي عربستان سټلایټ خبري چینلونو او مطبوعاتو ټوله ورځ دا موضوع تعقیب کړه.

دې نوې جنجال یو ځل بیا د عربي هېوادونو ترمنځ د درې کاله پخوانۍ شخړې د بیا پورته کېدو په اړه شکونه او اندېښنې پیدا کړي دي.

هغه مهال یو شمېر عربي هېوادونو د ایران او اسلامي سخت دریځو ډلو په اړه د قطر د پالیسیو په اړه د شک څرګندولو له امله له دوحې څخه خپل سفیران رابللي وو.

هکرانو نه یوازې د قطر رسمي ویب‌پاڼه بلکې په ټویټر هم د قطر د چارواکو اکاونټونه هک کړل.

د چهارشنبې د ورځې په ټویټونو کې چې وروسته بیا پاک شول، د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په حواله ویل شوي وو چې یو شمېر عربي هېوادونه د قطر پر ضد دسیسې جوړوي.

د قطر د حکومتي ارتباطاتو د ادارې مشر شیخ سیف بن احمد د چهارشنبې د ورځې په پای کې په یوې اعلامیې کې وویل چې د هک کولو د دغو پېښو په اړه پلټنه پیل شوې ده.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې د قطر د رسمي خبري اژانسونو او د چارواکو د ټویټر پاڼو د هک کولو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

الجزیره خبري چینل چې له قطر نه فعالیت کوي په یوه بیان کې ویلي چې په مصر ،بحرین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې د دې چینل د ویب‌پاڼو د بندېدو موضوع څاري.

سعودي عربستان او د خلیج یو شمېر هېوادونه د مصر له اخوان المسلمین او د فسلطینیانو له حماس ډلې څخه د قطر په ملاتړ سخت انتقادونه کوي.

قطر دا ردوي چې ګواکې دا هېواد د سخت دریځو ډلو تر شاه ولاړ دی خو دا هېواد د حماس ډلې چې د غزې په تراډه کنټرول لري اساسي تمویلونکی بلل کېږي.

قطر دغه راز له ۲۰۱۲ میلادي کال راپدېخوا د حماس د جلا وطنه سیاسي مشر خالد مشعل کوربه دی.

یو شمېر لوېدیځ چارواکي دا تور هم لګوي چې قطر په سوریه کې د القاعده د یوې څانګې چې یو وخت جبهه النصره نومیده، مالي ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG