د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د تښتول شويو چینیانو درک لا هم نه دی لګېدلی


له کوټې تښتول شوي چیني وګړي لي زینهېنګ او لو لینګ لینا
د ۲۰۱۷م کال د مې په ۲۴مه
له کوټې تښتول شوي چیني وګړي لي زینهېنګ او لو لینګ لینا د ۲۰۱۷م کال د مې په ۲۴مه

د مشال راډيو خبریال د چارواکیو له خولې وايي درې تنه چينيان چې دوې ښځې او يو نارینه د خپلې هستوګنې په سیمه کې بازار ته په سودا پسې وتلي ول او له هغه ځايه په ستنېدو ول چې په يوه موټر کې سپرو کسانو د وسلو په زور وتښتول.

پوليس وايي، هلته څېرمه يوه کس د تښتول کېدونکیو چينيانو د خوشېکولو هڅه هم وکړه، خو وسله‎والو هغه کس په پښه وويشت، په دغه لاس او ګرېوان حالت کې يوه چینۍ ښځه په تېښته بریالۍ شوه او هغه دوه نور چې يوه یې ښځه لو لینګ لینا او يو سړى لي زینهېنګ وو له ځانه سره بوتلل.

د وسله‎والو له منګولو د چینايي وګړیو د خوشېکوونکي عبدالظاهر ورور رسنيو ته وويل:

"ورور مې دفتر ته روان وو، مخ ته په يوه موټر کې ناست کسان لاس او ګرېوان ول، ورور مې له موټره ورکښته شو او د دغو کسانو د تښتونې مخه‌ يې نيولې، هغوى ته ‌يې ږغ کړ دا کسان ولې په زوره موټر ته خېژوئ، هغوى ورته وويل چې موږ د پوليسو استخباراتي ادارې کسان يو، ورور مې ورته ويلي، که داسې وي نو خپل کارډونه راښکاره کړئ، تر دې منځ له موټر يو سړى راکښته شوى او زموږ ورور يې پر پښو ويشتلى او تښتېدلي دي."

د کوټې پوليسو يوه مشره اعتزاز ګورايه رسنيو ته وويل، دغو تښتول شويو چینايانو له څه مودې راهيسې په کوټه کې د ژبې ورښوولو په يوه اکاډمۍ کې چينۍ ژبه ورښووله او د ښار په جناح ټاون سيمه کې يې استوګنه کوله.

دوی وايي، دوى به د کوټې ښار سيمه‌ييزې جامې اغوستلې، خو د چارشنبې په مازيګر نامعلومو کسانو د وسلو په زور وتښتول چې تر دې مهاله‌يې لا د دوى د تښتونې په تور څوک نه‌دي نيولي.

د بلوچستان اعلا وزير نواب ثناءالله زهري د دې پېښې په تړاو د اړوندې سيمې د دوو پوليس افسرانو دندې ځنډولې او د چینايي وګړو د تښتونې پېښه‌ يې د دوى غفلت بللى دى.

د تښتول شويو چینايانو د تښتونې هدف څرګند نه‎دى او نه‌ يې هم تر اوسه چا د تښتونې مسؤليت منلى دى.

هلته په اسلام‎اباد کې د چېن سفارت هم دا پېښه تائيد کړې او رسنيو ته‌ يې ويلي چې دوى د بلوچستان له حکومت سره په تماس کې دي او د خپلو وګړو د راخوشېکولو لپاره ګړندۍ هڅې کوي.

د چین – پاکستان اقتصادي راهدارۍ تړون له لاسليکېدو راهیسې د بلوچستان په ګوادر بندر کېګڼ چینيان د اقتصادي پروژې په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت شوي او ورسره د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د چینۍ ژبې د زده‎کړې کورسونه پيل شوي دي چې په دې لړ کې يوشمېر چینيان په کوټه کې هم چیني ژبه ښيي او دا لومړى ځل دى چې له داسې پېښې سره مخامخېږي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG