د لاسرسي ځای

د افغانستان او هندوستان د ملي امنیت سلاکارانو مسکو کې سره وکتل


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د هندوستان د ملي امنیت له سلاکار سره په روسیه کې پر دوه اړخیزو امنیتي او سیاسي همکاریو خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا دفتر له‌خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د عالي رتبه امنیتي مسؤلینو د اتم امنیتي کنفرانس په څنډه کې دواړو لورو د افغانستان او هندوستان د دولتونو تر منځ د دوه اړخیزو سیاسي او امنیتي همکاریو پر پراختیا بحث وکړ.

خبرپاڼه وايي چې په دغې کتنه کې د افغان ځواکونو د ملاتړ او تقویې په هدف‌یې د هر اړخیزې طرحې پر جوړېدو خبرې شوې دي.

د افغانستان او هندوستان د ملي امنیت سلاکارانو د نورو موضوعاتو تر څنګ، د سیمې پر امنیتي او سیاسي حالت بحث درلود او د ترورېزم پر وړاندې د ګډې مبارزې په موخه د یوه جامع مېکانیزم د جوړېدو په برخه کې یو لړ پرمختګونو ته ورسېدل.

ټاکل شوې په مسکو کې د عالي رتبه امنیتي مسؤلینو اتم کلنی امنیتي کنفرانس نن ورځ هم دوام ولري.

XS
SM
MD
LG