د لاسرسي ځای

د مانچسټر برید په شک درې نور کسان نیول شوي


د بریتانیا پولیسو په مانچېسټر کې د مشکوکه ځانمرګي برید په تړاو درې نور مشکوک کسان نیولي دي.

په هغه برید کې چې د دوشنبې په ماښام وشو ۲۲ تنه وژل شوي او ۵۹ نور ژوبل دي.

د مانچسټر پولیس وایي، دغه مشکوک کسان نن د مانچسټر په جنوبي برخو کې نیول شوي خو په دې اړه‌یې نور جزیات نه ‎دي ورکړي.

د سېشنبې په ورځ هم یو ۲۳ کلن کس نیول شوی دی.

د بریتانیا وزیر اعظمې ټرېزا مې بېګا شپه ناوخته په یوه وېډیويي وینا کې وویل، د دې برید مشکوک ترسره کوونکی سلمان رمضان عبیدي ښايي د یوې لویې شبکې غړی وي.

سلمان عبیدې په مانچېسټر کې زو کړی وو خو په خټه د لېبیا وو.

XS
SM
MD
LG