د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې لپاره له ولسمشر ټرمپه د پاپ فرانسیس غوښتنه


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر او د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس د نهې په ورځ په لومړي ځل په واتیکان کې سره ولیدل.

ډونالد ټرمپ له پاپ فرانسس څخه مننه وکړه او ویې ویل، ویاړي چې له هغه سره ځانګړې لیدنه کوي.

د نړۍ کاتولیکانو مشر د دې لیدنې په پای کې د نورو ډالیو ترڅنګ ولسمشر ټرمپ ته یو مډال ورکړ.

ټرمپ هم پاپ فرانسس ته د مارتین لوتر کینګ کتابونه ډالۍ کړل.

پاپ فرانسس په دې لیدنه کې له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښتل چې د سولې راوستونکی اوسي.

ولسمشر ټرمپ د خدای پامانۍ پر مهال وویل:

"مننه کوم ، هغه څه چې تاسو وویل هیر به یې نه کړم."

ټاکل شوې ولسمشر ټرمپ د ایټالیا له ولسمشر سرګیو ماتاریلا او صدراعظم پاولو ګینتي لوني او صدراعظم سره هم خبرې وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پرون ایټالیا ته ورسېد.

نوموړي تر هغه دمخه د مې پر۲۳ مه اسرائیلو او لوېدیځې غاړې ته تللی وو. ټرمپ هلته پر اسرائیل او فلسطینيانو غږ وکړ چې یوې روغې جوړې ته ورسېږي.

ولسمشر ټرمپ په لوېدیځه غاړه کې ویلي که اسرائیل او فلسطین وکولی شي د سولې یوه توافق ته ورسېږي، دا به په ټول منځني ختیځ کې د سولې پروسې ته لار هواره کړي.

ولسمشر ټرمپ د دندې له پیله د خپل لومړني رسمي بهرني سفر په ترڅ کې د مې پر۲۱ مه په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړ.

واتیکان ته په ورتلو سره د نړۍ د درېیو سترو ادیانو مرکزونو ته د ولسمشر ټرمپ سفر ختم شو، خو دی به د مې پر ۲۵ مه په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه او د مې پر ۲۶ او ۲۷ مه په سیسلي کې د جې اووه یا د نړۍ د اوو سترو قدرتونو په سرمشریزه کې برخه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG