د لاسرسي ځای

کورمه: له ترهګرۍ ځپلیو سره مرستې وشوې


په کورمه کې حکومت د نا-امنیو او پوځي عملیاتو له امله متاثره په ۵۰۰ خاندانونو کې شل کروړه روپۍ وویشلې.

په دغه لړ کې د صدې په جرګه تالار (هال) کې یوه غونډه وشوه چې په کې د عليشېرزو، مسوزو، زهمشت او پاړه څمکنۍ متاثره خاندانونو ته د مرستې چېکونه ورکړل شول.

په سیمه کې متاثره خاندانونو ته په مکمله توګه ړنګ شوي کور لپاره څلور او د لږ نقصان لپاره یو لاک او شپېته زره روپۍ ورکړې.

له قدراتې افتونو سره مبارزي د ادارې یو مشر مجاهد علي وايي، دغه مرسته د کورونو بیا رغولو په لړ کې له دغو متاثره خاندانو سره وشوله.

مجاهد علي وايي، په سیمه کې له ټولو هغو متاثره خاندانونو سره به د پیسو مرسته کوي، کمو چې کورونه د ناامنېو او پوځي عملیاتو په وخت ړنګ او یا زیانمن شويدي.

علي شیرزو، مسوزو، زهمشت او پاړه څمکنۍ د منځنۍ کورمې هغه سیمې دي چې له بریالیو پوځي عملیاتو وروسته خلک ورته ستانه شوي دي خو د کورونو بیا روغولو په لړ کې تر اوسه تر پنځلس سوه پورې له متاثره خاندانونو سره مرسته شوې ده.

په منځني کورمه کې د ناامنېو او پوځي عملیاتو له کبله تر درویشت زرو پورې خاندانونه بې کوره شوي ول چې په کې اوس زیاتره خپلو کورونه ته واپس شويدي.

په سیمه کې په اول ځل د کډوالو ستنېدنه په ۲۰۱۲ کال کې پیل شوې وه.

په منځني کورمه کې د نړېدلي کور په سر له سیمو متاثینو سره د نغدو پیسو دغه مرسته د سروې پس کیږي.

په علي شیرزو کې د تندي سیمې لال مست مولا وايي، دا پیسې ډیرې کمې دي او د دوي کورونه ورباندې نشي ابادېدای.

له اور کزو سره په پوله په منځني کورمه کې تعمیر وطن، کوه سفید او اپریشن ماموزې په نامه باندې پوځي عملیات ترسره شويدي.

په ۲۰۰۹ کال کې په اول ځل د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل شوي و چې له هم هلته روان دي.

XS
SM
MD
LG