د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تیرا کې بمي چاودنې پنځه کسان وژلي


پاکستاني چارواکي وايي، قبايلي سيمې خيبر اجنسۍ په تيراه سيمه کې​ لږ تر لږه پنځه کسان چې يو په کې سرتېرى دى، نن هغه وخت ووژل شول چې موټر يې د سړک د غاړې پر بم وربرابر شو.

يوه ځايي چارواکي ويلي، په چاودنه کې یو ګاډی په بشپړه توګه ويجاړ شوى او هېڅوک ژوندي نه دي پاته.

په وژل شويو کې د يوه سرتېري تر څنګ د سولې لښکر څلور غړي هم شامل دي.

په همدې سيمه کې په تېرو دوو ورځو کې څلور پاکستاني پوليس له هغو وسله والو سره چې شک کېږي وسله وال طالبان به وي، د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG