د لاسرسي ځای

کراچۍ کې وسله والو دوه پولیس واله وژلي دي


په کراچۍ کې دوو وسله والو موټر ساییکل سورو د پولیس په یو ولاړ ګاډي ډزې کړي دي چې پکې دوه پولیس والا وژل شوي او دوه نور پکې ژوبل دي. له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره تړلې لشکر جنګوي د دې برید ذمه واري منلی ده. د تېر خالي په ورځ په کوهاټ کې هم دغه ډول یو برید کې وسله والو څلور پولیس واله وژلي دي چې ذمه واري یې تحریک طالبان جماعت الاحرار منلی ده.

په عېن حال کې پاکستاني چارواکو تېره ورځ خوا اوشا ۲۰ کسان په دې تور نیولي چې په ټولنیزو رسنیو یې د ریاست پرضد مواد خپاره کړي دي. یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي دا کسان د انټرنیټي جرمونو پرضد د هغه قانون لاندې نیول شوي چې په پوځ او نورو ریاستي ادارو د نیوکو او ملنډو وهلو مخنیوی کوي.

XS
SM
MD
LG