د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د ریاض غونډې پرېکړو ته هیله من دی


په سعودي عرب کې د افغان مالیې وزیر د اسلامي پرمختیايي بانک له مشر سره ولیدل
په سعودي عرب کې د افغان مالیې وزیر د اسلامي پرمختیايي بانک له مشر سره ولیدل

کابل - افغان حکومت هیله ښيي چې د ریاض کنفرانس پرېکړې به له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ګټورې تمامې شي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال د یکشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د ټولو اسلامي هېوادونه مسوولیت دی.

((د تروریزم تهدید اوس مهال یواځې د افغانستان نه دی دا د سیمې او نړۍ په کچه دی باید له دې تهدید سره مبارزه وشي او اړتیا ده چې هغه پرېکړې چې په دې اړه په دې کنفرانس کې کیږي عملي بڼه غوره کړي.))

د سعودي عربستان په کوربتوب د ترورېزم سره د مبارزې په دې کنفرانس کې د ۵۴ اسلامي هېوادونو د مشرانو تر څنګ د هغو هېوادونو مشران هم ګډون کوي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه بوخت دي.

ولسمشر غني هم د شنبې پر ورځ په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره ریاض ته ورغی او پر یکشنبه یې هلته له پاچا سلمان سره ولیدل.

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په غونډه کې ګډون کوي او ټاکل شوې چې د اسلام پر موضوع خپله مهمه وینا وکړي.

XS
SM
MD
LG