د لاسرسي ځای

په غزني کې دوه بم ښخوونکي وژل شوي


د غزني امنیتي چارواکي وايي چې دغزني ښار د درېیمه امنیتي حوزه اړوند د شیخ عادل په سیمه کې دوه ماین ښخوونکي وژل شوي دي.

د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخیل مشال راډیو ته وویل دا پېښه د یکشنبې پر ورځ هغه مهال وشوه چې دوو وسله والو غوښتل په سړک کې ماینونه ښخ کړي.

امرخېل زیاته کړه افغان ځواکونو هغوی په نښه او له منځه یې یوړل.

د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کي د وسله والو طالبانو حملو زور اخیستی دی.

وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG