د لاسرسي ځای

په زابل کې وسله وال بریدونه، ۲۰ پولیسان وژل شوي


د زابل چارواکي وايي، په شاه جوی ولسوالۍ کې د وسله والو په برید کې ۲۰ پولیسان وژل شوي او یو شمېر ټپيان دي.

والي بسم الله افغانمل د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، وسله والو د یکشنبې پر شپه ناوخته په مرکز کلات، دای چوپان او شاه جوی ولسوالۍ کې هممهاله ډله ییز بریدونه هم کړي دي.

ده وویل، افغان ځواکونو وسله وال په شا تمبولي.

افغانمل زیاته کړه، په شاه جوی کې افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې او په دای چوپان کې هم ځېنې پولیسان ټپيان دي.

د دې حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG