د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په کواټ کې څلور پولیسان وژلي


په کواټ کې وسله والو پر پولیسو برید کړی.

د کواټ پولیسو ویاند فضل نعیم د یکشنبې پر سهار مشال راډیو ته وویل، دا برید د اتوار پر شپه ناوخته هغه وخت شوی چې د لاچۍ د پولیسو مشر خان الله او یو تاڼېدار طاهر محمود له خپلو دوو ساتونکو سره تاڼې ته روان ول. ده وویل، دې پولیسو تر دې مخکې په کمالخېلو کې پر یوه کور چاپه وهلې وه.

پولیس وايي، په پېښه کې دواړه سرتېري عابد او تنویر هم وژل شوي.

د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG