د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران: 'حسن روحاني په دوهم ځل ولسمشر شو'


په داسې حال کې چې د ایران په انتخاباتو کې د لومړیو نتیجو تر مخه ولسمشر حسن روحاني تر نورو دوو کاندیدانو مخکې دی، د ایران سرکاري ټیلي ویژن ورته د څلورو نورو کلونو لپاره په منتخب کېدو مبارکي ورکړې ده.

د ایران د کورنیو چارو د وزارت ویاند نن وویل، نږدې ټولې رایې شمېرل شوي دي او منځلاري کاندید حسن روحاني خواوشا ۲۲.۸ ملینه رايې ګټلي دي. د هغه مخالف او محافظه کاره کاندید ابراهیم ریيسي ۱۵.۵ ملینه رایې اخيستي دي. د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د رایو اچوونکو شرح په مجموعي توګه شاوخوا ۷۰ فیصده ده کومه چې د ۲۰۱۳م ټاکنو ته ورته ده.

که څه هم د ايران د ولسمشرۍ لپاره څلور کانديدان په ميدان کې لاړ وو خو اوسني ولسمشر او نسبتاً منځلاري حسن روحاني او پخواني څارنوال او محافظه کاره ابراهیم رییسي ته په انتخاباتي ځغل کې د مخکښانو په سترګه کتل کېدل.

ایران د شاوخوا ۸۱ میلونه خلکو هېواد دی چې دا مهال لوړې بېکارۍ ځپلی او د بهرنیو اقتصادي موقعو تر لاسه کولو هڅې کوي. روحاني چې له نړیوالو ځواکمنو هېوادونو سره د اټومي تړون په نتیجه کې پر هغه هېواد د لګېدلو بندیزونو په نرمولو کې بریالی شو، ژمنه یې کړې چې له غرب سره به اړیکو ته دوام ورکوي او ایرانیو وګړو ته به زیاته ازادي ورکوي. د ۵۶ کلن رییسي په اړه ویل کېږي چې د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي باوري کس دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG