د لاسرسي ځای

شمالي کوریا ویلي دا خبره سمه نه ده چې ګواکي دوی د تېرې اونۍ په پای کې انټرنیټي بریدونه کړي وو.

دا له هغه وروسته ده چې د تېرې اونۍ په پای کې د نړۍ په ۱۵۰ هیوادونو کې پر شاوخوا دوه لکه کمپیوترونو انټرنیټي بریدونه وشول.

د انټرڼېټ یو شمېر امنیتي سازمانونو ویلي چې د دې برید نښي هغو ته ورته وې چې د شمالي کوریا له خوا د سوني پکچر نومي کمپنۍ او بنګله دېش پر بېنک شوي وو.

په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا مرستیال سفیر ویلي چې دا تورونه بې اساسه دي.

XS
SM
MD
LG