د لاسرسي ځای

د امریکا ولسمشر د خپل لومړي رسمي سفر په ترڅ کې نن د سعودي عرب سرښار ریاض ته رسېدلی دی. نن د ریاض پر هوايي ډګر د سعودي عرب باچا سلمان د هغه هرکلې وکړ.

ولسمشر ټرمپ به نن د لوړپوړو سعودي چارواکو سره ویني او ماښام به د شاهي کورنۍ مېلمه وي.

نوموړې به سبا (يکشنبه) په ریاض کې د سخت دریځه ډلو سره د مبارزې په اړه یوې سیمه ایزې سرمشریزې ته وینا کوي.

سعودي چارواکیو د ولسمشر ټرمپ سفر تاریخي بللی دی او ویلي يي دي چې د اسلامي سخت دريځه ډلو پر ضد د مبارزې او کاروبار د ودې لپاره به ورسره یو شمېر لوظنامې لاس لیک کړي.

XS
SM
MD
LG