د لاسرسي ځای

جنرال عبدالرشید دوستم ترکیې ته لاړ


د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د جمعې په ماښام ترکيې ته تللی دی.

د جنرال دوستم مطبوعاتي سلاکار یاسین خاموش مشال راډيو ته وویل چې جنرال دوستم د جمعې په ماښام د درملنې لپاره ترکيې ته تللی دی.

د دوستم د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد هم پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې جنرال دوستم د درملنې لپاره ترکيې ته تللی او بېرته به خپل هېواد ته ستنیږي.

جنرال دوستم له هغه وروسته ترکيې ته سفر کړی چې د هغه یو پخوانی سیال احمد ایشچي په څارنوالۍ کې د دوستم پر ضد عریضه کړې وه او ویلي يې و چې دوستم او ساتونکو یې هغه ځورولی دی.

XS
SM
MD
LG