د لاسرسي ځای

خیبر اېجنسۍ: پر یو کور توغندی لګېدلی، یو کس وژل شوی


د خیبر اېجنسۍ د لرې پرتې سیمې لوی شلمان په سمسۍ کلي کې پر یو کور مارټر توغندی پرېوتی دی چې له کبله یې یوه میرمن وژل شوې او یو ماشوم ټپي شوی دی.

دا خبره د خیبراېجنسۍ د پولیټیکل انتظاميې چارواکو بېګا (جمعه) مشال راډیو ته کړې ده.

هغوی ادعا کړې ده چې دا توغندی د افغانستان له خوا توغول شوی وو خو افغان چارواکو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د خېبر ایجنسۍ لوی شلمان نومي سیمه د افغانستان له ننګرهار ولایت سره لګېدلې ده.

XS
SM
MD
LG