د لاسرسي ځای

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي چې د دوی ګاونډی هېواد پاکستان اوس يوازې شوی دی. ولسمشرغني دا خبره د جمعې په ماښام د کندهار شورا له یو شمېر استازیو سره په ارګ کې د لیدو کتو پر مهال کړې ده.

ولسمشر غني زیاته کړې چې د ده په وینا، منزوي پاکستان د افغانستان په ګټه نه دی.

د لوی کندهار د شورا مشرانو هم له ولسمشر سره په ناسته کې ټینګار کړی چې خلک له جګړو تنګ دي او له مخالفینو سره سولې ته د رسېدو لپاره باید د افغانانو تر منځ خبرې اترې وشي.

XS
SM
MD
LG