د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري: د قبایلي سیمو له استازو سره ولاړ یو


د پاکستان پخواني ولسمشر او د پيپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري ویلي چې ګوند به یې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په موضوع کې د دې سیمې له استازو سره ولاړ وي.

اصف علي زرداري دا خبره د جمعې په ورځ ناوخته د یادو سیمو له یو شمېر هغو سیاسي استازو سره په لیدو کې کړې ده چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ګډول غواړي.

د فاټا پارلېماني مشر حاجي شاه جي ګل نن مشال راډیو ته وویل چې اصف زرداري باور ورکړی چې په دې غوښتنه کې به ورسره ولاړ وي او که چیرې دوی احتجاجي ناسته کوي نو هم به پکې شریک وي.

دا له هغه وروسته ده چې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو بل د سیفران قایمه کمېټۍ ته د بحث لپاره وړاندې شوی وو.

هلته د اتفاق نه راتلو له کبله د یادې کمېټۍ غونډه تر نامعلومه وخته ځنډول شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG