د لاسرسي ځای

د افغانستان د بلخ ولايت چارواکو دعوه کړې چې هېواد ته يې نامعلومه هیليکاپټرې داخلېږي او له وسله والو سره مرستې کوي.

د بلخ والي عطا محمد نور تېر مازیګر (پنجشنبه) د بغلان د ولایتي شورا پخواني مشر رسول محسني د څلورم تلین غونډې ته په وینا کې وویل، دا عمل له یوې میاشتې راهیسې روان دی خو نه پوهېږي چې هیلیکاپټرې له کومې خوا ورځي.

"د هيليکاپټرو راتګ چې مخکې مې نه تاييداوه خو د تيرې يوې مياشتې په جريان کې اوس زما دوستانو په سترګو وليدل. نه پوهېږم چې دا د امو سيند له هغې غاړې راځي که د ډيورنډ له کرښې را اوړي، خو راځي او ټولو ليدلي چې دا هيليکاپټرې ښکته کېږي او له موټر سايکل سپرو سره مرسته کوي."

تر عطا محمد نور مخکې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو او ولسوالیو چارواکو او هلته د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر جان نېکولسن هم له طالبانو سره د روسیې د مرستو تورونه پورې کړي چې مسکو یې ردوي. البته طالبان وايي، روسیه یې سیاسي او اخلاقي ملاتړ کوي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG