د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انصاف نړيوال عدالت: پاکستان دي په جاسوسۍ تورن کلبوشن يادو نه پانسي کوي


د پاکستان پوځ د کولبوشن يادو يوه ويډيو هم خپره کړې وه
د پاکستان پوځ د کولبوشن يادو يوه ويډيو هم خپره کړې وه

نن په هېګ کې د ملګرو ملتونو انصاف نړیوال عدالت حکم کړی چې پاکستان دې د هند بحري ځواک يو پخوانی چارواکي چې په جاسوسۍ او ترهګرۍ تورن دی، نه پانسي کوي.

پاکستان وايي کولبوشن یادو يي په دوه زره شپاړسم کال کې په بلوچستان کې نیولی او هغه د جاسوسي تر څنګ د ترهګرۍ فعاليتونه کول نو ځکه ورته يو عدالت د مرګ سزا اورولې.

خو هند وايي هغه جاسوس نه دی او له ایرانه تښتول شوی دی. نوي دهلي پاکستان کې د کلبوشن يادو پر مقدمه د نيوکو په ترڅ کې ويلي چې هغه په انصاف نه وه ولاړه ځکه يې نړيوال عدالت ته مخه کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG