د لاسرسي ځای

"افغانستان کې دې د نړیوالو ځواکونو تشه ژر ډکه شي"


په اروپا کې د ناټو عمومي قومندان جنرال مایکل سکاپاروتي ویلي ، هرڅومره زر چې کیدای شي باید په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تشه ډکه شي.

جنرال مایکل سکاپاروتي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د غوښتنې په ارتباط دا خبره د چارشنبې په ورځ په برسلز کې د ناټو د دفاعي چارواکو تر غونډې وروسته خبریالانو ته وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې د افغان ځواکونو صلاحیتونه باید دومره لوړ شي چې طالبان په خپله د سولې خبرو ته سر ټیټ کړي.

دا معلومه نه ده چې د ناټو غړي هېوادونه به څومره پوځیان افغانستان ته واستوي. خو یو شمیر امریکایي رسنۍ خبر ورکوي چې امریکایي قوماندانانو له ولسمشر ډانالډ ټرمپ څخه تر پنځوس زره ډېرو امریکایي پوځیانو غوښتنه کړې ده چې افغانستان ته یې ولیږي.

XS
SM
MD
LG