د لاسرسي ځای

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ په یو خبرپاڼه کې وویل چې په دې اړه یې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته خپل احتجاج وړاندې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دوی د دوو دیپلوماتانو نیول د ۱۹۶۱ کال د ویانا له نړیوال کنونشن څخه سرغړونه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې نور وضاحت نه دې کړې او کابل هم لا څه نه دې ویلي.

XS
SM
MD
LG