د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د ملي راډيو ټلويزيون پر ودانۍ بريد پای ته ورسېدو


د ننګرهار چارواکي وايي چې نن چارشنبه شاو خوا لس نيمې بجې څلور تنو وسله والو د ملي راډيو ټلويزيونپر ودانۍ برید وکړ، يو تن يې ځان ته په دروازه کې چاودنه ورکړه او درې تنهنور يې د ټلويزيون ودانۍ ته ننوتل او پر کارکوونکو يې ډزې پیل کړي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منکل نن مازيګر خبريالانو ته په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې، نښتې درې ساعته دوام وکړ چې په نتيجه کې يې څلور تنه بريدګر، څلور تنه د ملي راډيوټلويزیون کارکوونکي او دوه تنه پوليس ووژل شول او درې تنه پوليس په کې ټپیان شوي هم دي.

له دې نه علاوه له ودانۍ نه بهر دوه چاودنې هم رامنځته شوې وې چې اولس تنه ملکي وګړي په کې ټپیان شوي چې اته تنه يې تر درملنې وروسته کورونو ته لېږلې او پاتې يې تر درملنې لاندې دي.

د پېښې مسوولیت داعش وسله والو منلي دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG