د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یمن کې د هیضي ناروغۍ ۱۸۴ کسان وژلي


د یمن یو بمبار شوې سیمه
د یمن یو بمبار شوې سیمه

د یمن په هغو سیمو کې چې پکې د هیضي ناروغۍ خورېدو خطره ده، پکې شاوخوا اوو اشاریه شپږ میلیونه کسان اوسېږي

د سره صلیب نړیوالې ادارې چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي ، په یمن کې د تیرې میاشتې راهیسې د هیضي ناروغۍ لکبه ۱۸۴ کسان مړه شوي دي.

دا خبره له هغې یوه ورځ وروسته مخې ته راغلې ده چې چارواکو په سرښار سنا کې بیړنې حالت اعلان کړ او د نړیوالو مرستو غوښتنه یې وکړه.

د صحت نړیواله اداره وايي، د یمن په هغو سیمو کې چې پکې د هیضي ناروغۍ خورېدو خطره ده، پکې شاوخوا اوو اشاریه شپږ میلیونه کسان اوسېږي.

د ملګرو ملتونو د اندازې تر مخه ، په یمن کې يوازې څو چنده طبي مرکزونه فعاله دي او د ابادی په دریو کې دوه برخې خلک د څښکلو پاکې اوبو ته رسایې نه لري.

په سنا کې د ایران ملاتړ لرونکې او د سعودي عرب په مشری له اتحاد سره جګړه کوونکې د حوثي یاغیانو غورځنګ کنټرول لري .

د یمن په شاوخوا دوه کلنۍ جګړه کې څه د پاسه ۱۰ زره کسان وژل شوي او په میلیونونه یې بېځایه شوي دي. په دې جګړه کې د هېواد انتظامي ډهانچې ته هم زیان رسیدلی دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG