د لاسرسي ځای

په سوات کې د شخصي سکولونو يا ښوونځيوو اتحادیې د صوبايي حکومت لخوا د سکولونو د انتظام ( ریګولیټري اتارټي) په نوم د نوې پالیسۍ خلاف پرون ناوخته یوه مظاهره وکړه چې پکې په سوات سربېره د بونیر او شانګلې استادانو او د سکولونو مالکانو هم ګډون وکړو.

د سوات د سکولونو د اتحادیې مشر ثواب خان په دغه موقع وویل چې حکومت دې د شخصي ښوونځيوو واک په خپل لاس کې نه اخلي: ((موږ دا وايو چې موږ سره خبرې وکړئ. سلا راسره وکړئ.))

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی د لوړو زده کړو مشير مشتاق غني تېره اونۍ مشال ريډيو ته ويلي وو چې د شخصي سکولونو په فيسونو او نورو مسلو نظر ساتلو لپاره د يادې ادارې جوړول ضروري دي. په پيښور کې هم تېره اونۍ د شخصي ښوونځيوو مالکانو پر دې مسله مظاهره کړې وه.

XS
SM
MD
LG