د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: د توغندي برید کې ۵ ماشومان وژل شوي


د لغمان ولایت چارواکي وایي چې د دغه ولایت مرکز اړوند عمرزیو سیمه کې د دولت د مخالفینو له لوري توغول شوي توغوندي ۵ ماشومان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.


د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک مشال راډیو ته وویل چې دغه برید نن یکشنبه له غرمې وروسته تر سره شوی دی.


د سرحدي په خبره د پېښې ټپیان د لغمان د عامې روغتیا روغتون ته وړل شوي او په خبره یې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.


د پېښې مسوولیت تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG