د لاسرسي ځای

مولانا فضل رحمان: حکومت دې د ترهګرۍ خلاف اقدامات وکړي


د ارشیف انځور: مولانا فضل رحمان په کوټه کې خبري کانفرانس ته وینا کوي.

د پاکستان جمیعت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل رحمان د یکشنبې په ورځ په ټول ملک کې د هړتال او احتجاج اعلان وکړ.

دا له هغې وروسته ده چې، د بلوچستان ک په مستونګ سیمه کې د نوموړي ګوند د جنرل سیکرېټري او د سېنېټ ډپټي چېرمین مولانا عبدالغفور حیدري پر کاروان ځان مرګی برید ترسره شو خو نوموړی له دې بریده ژوندی ووتلو.

مولانا فضل الرحمان له حکومته غوښتنه کوي چې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره دې اقدامات وکړي او دوی ته دې تحفظ ورکړي.

په پیښور کې د دغه ګوند غړو یوه احتجاجي غونډه کړېده، بلخوا په بلوچستان او کراچۍ کې هم د جمعیت علما اسلام احتجاج روان دی.

د تیرې جمعې په ورځ په مستونګ کې په مولانا عبدالغفور حیدرې په ځان مرګي برید کې د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو ترمخه ۲۶ کسان وژل شوي وو، او د مولانا حیدرې پشمول پکې ګڼ نور ژوبل دي. د دغه پيښې زمه وارې اسلامي دولت وسلوالې ډلې منلې ده.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG