تېره شپه ناوخته په کرمه قبایلي سیمه کې د پولټیکل محرر پشمول دوه امنیتی اهلکاران د وسله والو په ډزو وژل شوي دي.
امنیتي چارواکي وایي دغه پيښه هغه وخت شوې ده، چې کله پولیټیکل محرر سرفراز علي او د هغه ساتونکی ممتاز علي په ګاډي کې په ګشت روان وو،
د پیښې ذمه واري لشکر جهنګوي العالمې او تحریک طالبان پاکستان حکیم الله منلې ده.