د لاسرسي ځای

“د شخصي سکولونه په اړه نوې حکومتي پالیسي نه منو”


په خیبر پښتونخوا کې د غیر سرکاري سکولونو د اتحادیې مشران وايي د شخصي سکولونو په اړه د خیبر پښتونخوا حکومت نوې پالیسي نه منو.

پرون (جمعه) تېر مازیګر پېښور پریس کلب کې یوې خبرې غونډې ته د وینا په وخت د اتحادیې مشرانو وویل که حکومت يي غوښتنې نه مني نو د روانې میاشتې د شپاړسمې نیټې نه د صوبې د اسمبلۍ مخې ته په احتجاج لاس پورې کوي.

د یادې اتحادیې د صوبې مشر شاهد ولي خټک په دغه اړه مشال ریډیو ته ویلي چې حکومت د شخصي سکولونو په چارو کې ګوتې وهي او داسې قوانین پرې عملي کوي چې زور به يي ولس ته رسي.

تیره اونۍ د خیبر پښتونخوا حکومت د شخصي سکولونو د څار لپاره یوه نوې قانوني مسوده جوړه کړې ده چې ترمخه به یې شخصي سکولونه استاذانو ته د میاشتې په سر لږ تر لږه پنځلس زره روپۍ تنخوا ورکوي او د سکولونو د فیسونو ټاکنه به هم حکومت پخپله کوي .

XS
SM
MD
LG