د لاسرسي ځای

بل خوا نن مشال ریډیو سره د خبرو په وخت د کوریډور فرڼت مشر ډاکټر سید عالم محسود ویلي دي چې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ په منصوبه کې وزیراعلا د صوبې په حقونو ګټلو کې پاتې راغلې دی .

د خیبرپښتونخوا اعلا وزیر پرویز خټک ویلي دي د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د مغربي لارې په اړه ندیښنې لیرې شوي دي او صوبې ته به په دغه اقتصادي پلان کې خپله برخه ورکول کیږي.

پرون د وزیراعظم نوازشریف سره چین ته د روانیدو نه وړاندې د پاکستان سرکاري خبري اژانس ؛اې پي پي ؛ سره د خبرو په وخت پرویزخټک زیاته کړه چې د هیواد د سوکالۍ لپاره دوي د مرکزي حکومت سره ولاړ دي او د مغربي لارې په اړه د دوي اندیښنې لیرې کړل شوي دي.

د پاکستان د څلورو صوبو اعلا وزیران دا وخت د وزیراعظم نوازشریف سره د چین په دوره دي. دوي به د روانې میاشتې په څوارلسمه او پینځلسمه نیټه په بیجینګ کې د ؛یوې سیمې . یو سړک ؛ د پروژې په اړه په یوه لویه غونډه کې برخه اخلي.

بل خوا نن مشال ریډیو سره د خبرو په وخت د کوریډور فرڼت مشر ډاکټر سید عالم محسود ویلي دي چې د چین پاکستان په اقتصادي منصوبه کې وزیراعلا د صوبې حقونه نه دي ګټلي. نوموړي زیاته کړیده چې له بشامه تر ژوبه او ترګوادره د مغربي روټ په لاره دې ټولې هغه پروژې منظور کړل شي په کومو چې په پنجاب کې کار روان دی.

XS
SM
MD
LG