د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: په برمل کې د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښته شوې


د افغانستان د سرحدي پولیسو چارواکي وايي، چې تیره شپه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په سیمه کې د دوی پر دوو پوستو د پاکستان د سرحدي ملیشو لخوا برید شوی دی.

نن د جمعې په ورځ د سویل ختیز زون د سرحدي پولیسو قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزي مشال راډیو ته وویل، چې برید د پاکستانیو ملیشو له خوا پیل شو، چې د شپې د اتو بجو څخه يې تر دولسو بجو دوام وکړ، خو افغان سرحدي پولیسو ته په کې کومه مرګ ژوبله نده اوښتې.

ښاغلي مندوزي زیاته کړه، پاکستاني ملیشو د زاوه په غر کې له خپلو نوې ۲۷ نمبر پوستې څخه د افغان سرحدي ځواکونو په میوند او میوند یو پوستو د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل کړې چې بیا وروسته افغان ځواکونو هم پرې ځوابي برید وکړ.

ده وویل، د برمل په انګور اډه کې افغان او پاکستاني سرحدي ساتونکي له یو بل سره په پنځه سوه مترۍ کې پراته دي او افغان سرحدي ځواکونو د برید سیمه لیدله.

نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال د برید په سیمه کې حالات عادي شوي، خو دوی نه پوهیږي چې پاکستانیو سرحدي ملیشو ولې د افغان سرحدي پولیسو پر پوستو برید وکړ.

د سویل ختیز زون د سرحدي پولیسو قوماندان وویل، پاکستاني لوري ورته د برید په باب د خبرو اترو وړاندیز کړی، خو دوی ورته ویلي چې موضوع دې له اسلام اباد سره شریکه کړي تر څو دواړه لوري پدې اړه رسمي خبرې اترې وکړي.

چارواکي وايي، د برمل د زاوه غر پر سر نوې پوستې څو میاشتې وړاندې د پاکستان د سرحدي ملیشو لخوا جوړې شوي دي.

پکتیکا د پاکستان له قبایلي سیمو او بلوچستان ایالت سره ۳۶۵ کیلومتره ګډه سرحدي پوله لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG