د لاسرسي ځای

عراقي پوځي چارواکي وايي، د امریکا په ملاتړ حکومتي ځواکونه د موصل زاړه ښار محاصرې ته نېږدې شوي دي.

دا ځواکونه له اسلامي دولت ډلې څخه د ښار بیا نیولو لپاره جنګېږي. تېره ورځ شوی پرمختګ د هغه دوه اړخیزه عملیاتو برخه دی چې تېره اوونۍ پیل شوي.

د عراقي پوځ یوه جنرال سمیع العریضي پنجشنبې په ورځ وویل، یو لوی ځواک له شماله موصل ته ننوځي او ځانګړي ځواکونه په غرب کې د ښار له صنعتي سیمو څخه د زاړه ښار لوري ته پرمختګ کوي.

د امریکا په مشرۍ د اېتلاف ویاند جان دوریان خبریالانو ته وویل، ((دې څو اړخیزه پرمختګ دښمن له دومره ستونزمنو حالاتو سره مخامخ کړی چې غبرګون نشي ښودای.))

ده وویل، په تېره یوه اوونۍ کې عراقیو ځواکونو له وسله والو څخه له ۳۰ مربع کیلومیټره څخه زیاته سیمه نیولې ده.

عراقیو ځواکونو په اکتوبر کې د موصل بیا نیولو عملیات پیل کړل. امریکا او ملګري یې د عراقیو ځواکونو هوايي ملاتړ کوي. اسلامي دولت ډلې په ۲۰۱۴ز کال کې موصل ښار نیولی وو.

XS
SM
MD
LG