د لاسرسي ځای

د جنوبي وزیرستان چارواکي وايي، له انګور اډې سره بېګا د پاکستانیو او افغان سرتېرو تر منځ ډزې شوې دي.

د جنوبي وزیرستان پولېټېکل اېجنټ ظفر الاسلام خټک نن(جمعه) سهار مشال راډیو ته وویل، نښته تېر ماښام شاوخوا اووه بجې پیل شوه چې تر شپې ۱۱ نیمو روانه وه.

دی زیاتوي چې په ډزو کې پاکستانیو سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی. د سیمې اوسېدونکي وايي، نښته د پاکستان له خوا د پوستې جوړولو پر سر شوې.

پر دې موضوع مو له افغان چارواکو سره د رابطې هڅه وکړه خو بریالي نشو.

تر پېښې وروسته، د انګور اډې لار تړل شوې.

XS
SM
MD
LG