افغان ځواکونو د دولت مخالفه وسله وال د کندز ښار له څنډو په شا کړې دي.
د کندز د سپین زر زون عمومي قوماندان شیر عزیز کامه وال بېګا مشال راډیو ته وویل چې خان اباد کې د مخالفانو مهم قوماندانان وژل شوې دي.
د نوموړي په خبره په وژل شويو کې ملا جابر، شمشاد او ناصري شامل دي.
د کندز تخار لویه لار لاهم د ترافیک په مخه بنده ده او ویل کېږي چې د چهار درې لور ته طالبان او نور وسله وال د ښار له څنډو لږ تر لږه دوه کیلومتره په شا شوې دي.