د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانی غبرګون: له مکې او مدینې پرته د سعودي هرځای ولو


ايران وايي، که سعودي په جاهلانه عمل لاس پورې کړي، تهران به له مقدسو ځايو پرته په سعودي عرب کې نور ټول ځايونه په نښه کړي.

دا خبرې د ايران دفاع وزير حسین دهقان د دوشنبې پر ورځ تر هغه وروسته وکړې چې د هغه سعودي سيال شهزاده محمد بن سلمان (د سعودي وليعهد مرستيال) پر تهران تور پورې کړ چې پر اسلامي نړۍ د نفوذ لرلو هڅې کوي. نوموړي دا هم ویلي هره جګړه که کېږي، ميدان به‌ يې ايران وي نه‌ سعودي عرب.

حسين دهقان د سعودي عربستان د دفاع وزير دا خبرې ناروا وبللې.

د ايران دفاع وزير حسین دهقان
د ايران دفاع وزير حسین دهقان

د ايران نيمه رسمي خبري اژانس تسنيم د حسين دهقان له خولې راپور ورکړی چې د عربي ژبې ال منار ټېلیویزن ته‌ يې ويلي دي:

"که سعوديان جاهلانه کار وکړي، موږ به په سعودي عرب کې له مکې مکرمې او مدينې منورې پرته هېڅ ځای روغ نه‌ پرېږدو."

د سعودي عرب د وليعهد مرستيال محمد بن سلمان چې د دې هېواد دفاع وزير هم دی، د مې په دوهمه نېټه ويلي ول، هېڅ جګړه به د شیيعه ايران او سني سعودي عرب تر منځ د سعودي پر خاوره نه‌ وي.

هغه د دې تر څنګ چې د ايران خبره‌ يې رد کړه، وويل (موږ پوهېږو د ايران رژيم هدف دا دی چې مکې ته ورسېږي او موږ تر هغه وخته انتظارنه شو کولی چې دا جګړه سعودي عرب ته دننه شي، موږ به داسې کار وکړو چې جګړه په ايران کې وي، نه په سعودي عرب کې.

د شهزاده محمد بن سلمان له دې خبرو وروسته ايران بېلابېل عکس‌العملونه څرګند کړل.

لومړی يې په غوسه ځواب ووایه او وروسته‌ یې وويل چې اوس هم د سیمه‌ییزو ستونزو د حل لپاره مذاکراتو ته چمتو دی.

د ايران د بهرنیو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي د مې مياشتې په درېيمه نېټه وویل، د سعودي عرب دفاع د وزير خبرې دا حقيقت جوتوي چې سعودي عرب د ترهګرۍ ملاتړ کوي او په سیمه کې د ايران پروړاندې ویجاړه وونکې تګلاره پرمخ وړي.

د ايران د بهرنیو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي
د ايران د بهرنیو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي

قاسمي وویل، دا د سعودي له‌ خوا ملاتړ شوی وهابیزم دی چې د داعش او القاعده سختدريځو ايډيالوژي جوړوي او په افغانستان، عراق او سوریه کې تاوتريخوالي ته لمن وهي.

خو ملګرو ملتونو ته د ايران سفير غلام علي خوشرو درې ورځې وړاندې وويل، تهران له خپلو ګاونډيانو سره ترينګلي روابط نه‌ غواړي او له سعودي عرب سره مذاکراتو ته چمتو دی.

ایران او سعودي عرب په منځني ختيځ کې د نفوذ زياتولو لپاره له يو بل سره سيالي کوي.

دا رقابتونه په عراق، يمن او لبنان کې د نيابتي جګړو په صورت کې ليدل کېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG