د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر: د کارخانې زهرجن ګېس ګڼ کسان اغېزمن کړي دي


خېبر دره
خېبر دره

د خېبر اېجنسۍ چارواکي واييد اتوار په ورځ ناوخته د حیات اباد په کارخانو سیمه کې د کاغذي دستمالونو تولیدولو په یوه کارخانه کې د زهرجن ګېس له خورېدو په کارخانه کې دننه او بهر په شاوخوا سیمو کې لسګونه کسان اغېزمن شوي دي.

د پېښور د حیات اباد میډیکل کمپلیکس چارواکي وايي دوی ته لږ تر لږه ۱۹ کسان د درملنې لپاره وروړل شوي دي چې ډاکټران یې وضعیت له اندېښنې بهر بولي.

د جمرود شاکس سیمې خلکو بیا بیا له حکومته غوښتنه کړې ده چې کارخانې دې د دوی له سیمې نورو ځایونو ته ولېږدول شي، ځکه چې د زهرجنو ګېسونو وتو (اخراج) یې ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG