د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي جرګه: افغانستان ته د ایران د خارجه وزیر سفر نمایشي دی


د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سفر او له افغان چارواکو سره یي لیدنې او خبرې نمایشي بولي.

د دغې جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، ایراني چارواکو له افغانانو سره کړې پخوانۍ کړې ژمنې نه دي عملې کړي، نو ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ پخوانی باور نه دی پاتې او تر ډېره دا ډول سفرونه نمایشي بڼه لري.

" ایران په تېرو پنځه لسو کلونو کې ډير ځله داسې ویلي خو عمل نه دی پرې شوی اوس د عمل وخت دی او افغانستان هم باید دا خبرې جدي ونیسي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف کابل ته ورسېد او له خپل افغان سیال سره په کتنه کې یې د تروریزم او مخدره موادو پر وړاندې په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له افغان ولسمشر، اجراییه ریس او یو شمېر نورو افغتن چارواکو سره هم وګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG