د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د داعش ۹ وسله وال وژل شوي


د ننګرهار امنیتي سرتیري
د ننګرهار امنیتي سرتیري

د ننګرهار چارواکي وايي د شنبې په ورځ په دوو جلال جلا پېښو کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې نهه تنه وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال مشال راډیو ته وویل چې دچپر هار ولسوالۍ اړوند سپرې سیمه کې تېره ورځ دبهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې هوایي برید ترسره کړی چې اوه تنه داعش وسله وال پکې وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا په دغه هوایي برید کې ملکي وکړو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

حضرت حسین مشرقيوال وايي په یوه بله پېښه کې د داعش دوه نور سرتیري چې غوښتل یې د اچین ولسوالۍ په سور کمر سیمه کې پر ګډو امنیتي ځواکونو حمله وکړي، هدف ته تر رسېدو وړاندې په یوه چاودنه کې وژل شوي دي. په دې پېښه کې نورو ته څه ډول زیان نه دی رسېدلی.

داعش وسله والو تر دې دمه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG