د لاسرسي ځای

پرون (جمعه) ناوخته د د پاکستان د وزير اعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې وزیراعظم د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد ته ویلي چې په قبایلي سیمو کې د رواج ایکټ عملي کولو لپاره مهم اييني ترامیم د قامي اسمبلۍ په راروانه غونډه کې وړاندې کړي.

د پاکستان وزير اعظم نواز شريف د قانون وزارت ته هدایات کړي چې د قبایلي سیمو په اړه اييني ترامیم د قامي اسمبلۍ په راروانه غونډه کې د منظورۍ لپاره وړاندی کړي.

پرون (جمعه) ناوخته د وزير اعظم له دفتره په خپره شوی خبرپاڼه کې ویل شوي چې وزیراعظم د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد ته ویلي چې په قبایلي سیمو کې د رواج ایکټ عملي کولو لپاره مهم اييني ترامیم د قامي اسمبلۍ په راروانه غونډه کې وړاندې کړي.

په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو عملي کولو لپاره نن (شنبه) په اسلام اباد کې د فاټا د پارلماني غړو لخوا ټول ګوندیزه غونډه وربلل شوې . له خیبر ایجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ غړي شاه جې ګل په دې اړه نن مشال ریډیو ته وويل چې د ایيني ترامیمو د منظورلو لپاره د سیاسي ګوندونو مرسته مهمه ده.

له دې وړاندې د قبایلي سیمو نه د پارلمان غړو ويلي وو که حکومت د فاټا اصلاحاتو په اړه اييني ترامیم د قامي اسمبلۍ په راروانه غونډه کې نه وړاندی کوي نو د مې له ۲۰مې نیټې نه به په اسلام اباد کې په احتجاج لاس پورې کوي.

XS
SM
MD
LG