د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهزاده فېلېپ له خپلې دندې ګوښه کېږي


د برتانیې شاهي ماڼۍ وايي، شهزاده فېلېپ چې د دویمې الېزبېت ملکې مېړه دی، په راتلونکي مني کې له دندې ګوښه کېږي.

ماڼۍ وايي، ۹۵ کلن فېلېپ به د ګڼو خیریه سازمانونو مشر وي، خو د هغوی په چارو کې به فعاله ونډه نه لري. فېلېپ په ماضي کې د زړه په رنځ اخته وو خو بیا یې هم په مسلسله توګه په غونډو کې ګډون کاوه.

د شاهي ماڼۍ په بیان کې د ده د روغتیا په اړه هېڅ نه دي ویل شوي. خو بیان وايي چې ۹۱ کلنه ملکه به خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG