د لاسرسي ځای

ټېلرسن: د امریکا او روسیې ترمنځ اړېکې ښه نه ده


د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي دي، په اوسني وخت کې د امریکا او روسیې ترمنځ تقریبا هېڅ باور نه شته.

ټیلرسن د چارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ چارواکیو ته په وینا کې وویل، روسیه نن سبا د وسلو کنټرولولو تړون او د اوکراین په بحران کې مرسته نه کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د روسیې او امریکا ترمینځ د اړیکو پرځايکولو لپاره يې یو شمېر هڅې کړي دي. نوموړی به د مې په ۱۰ او ۱۱مه نېټه په الاسکا کې د ارکټیک کونسل په څنډه کې له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره په شام کې د سولې لپاره د همکارۍ پر موضوع خبرې کوي.

ټیلرسن وویل امریکا تیاری نیولې دی چې د شمالي کوریا له خوا د اټومي پروګرام د پراخولو پرضد پر پیانګیانګ نوي بندیزونه ولګوي.

XS
SM
MD
LG