د لاسرسي ځای

د شام ولسمشر بشار الاسد مخالفو وسله والو د قزاقستان په مرکز استانه کې د شام په اړه د سولې په خبرو کې د ګډون نه کولو ویلي دي. دوی په حکومت غږ کړی دی چې بمباري ودروي.

د شام ملي ټلوالې ویاند احمد رمضان د سولې دوه ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ د چارشنبې په ورځ په دغه اړه یو بیان خپور کړ.

احمد رمضان په خپل لنډ بیان کې وویل، دوی وړومبې له حکومته د بمبارۍ ودرولو په اړه د ژمنې پوره کولو لپاره یو دستاویز وړاندی کړ او بیا يې په مذاکراتو کې د ګډون نه کولو پرېکړه وکړه.

بل لور ته احمد رمضان وویل چې د دوی پلاوی به په استانه کې پاتې شي چې د اوربند پر سرغړونو خبرې وکړي او د روسیې له خوا د خوندي ځایونو د وړاندیز په باب خپلې پوښتنې وړاندې کړي.

د سولې دا خبرې د ایران، ترکیې او روسیې په مرسته کېږي.

XS
SM
MD
LG