د لاسرسي ځای

ستولتېنبرګ: په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پاتې کېدو پړېکړه کوو


د ناټو عمومي منشي وایي، باید په راتلونکې کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه پرېکړه وشي.

ینس ستولتنبرګ د چارشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپایي پارلېمان غونډې ته د خبرو پر مهال یو ځل بیا له افغانستان سره د ناټو پر مرستو ټینګار وکړ.

« موږ باید په راتلونکیو کلونو کې په افغانستان کې د خپل شتون په اړه پریکړه وکړو. همداراز باید دا پریکړه وکړو چې څرنګه موږ له ترهګړۍسره په مبارزه کې خپلې هڅې زیاتولی شو»

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې د روانې مې یا راتلونکې جون په میاشتو کې به په افغانستان کې د ناټو راتلونکي ماموریت او هلته د پاتېدو په اړه پریکړه وشي.

د اوس لپاره په افغانستان کې تر دیارلس زره ډېر بهرني پوځیان شته چې شاوخوا اته زره څلور سوه یې امریکایي دي.

XS
SM
MD
LG