د لاسرسي ځای

د فاټا ټولو سياسي ګوندونو اتحاديه وايي د قبايلي اصلاحاتو عملي کولو په هدف احتجاجونه پيلوي.

په فاټا سياسي اتحاد کې شامل د سياسي ګوندونو مشرانو د سېشنبې په ورځ په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې په مرکزي حکومت نيواکې وکړې چې د فاټا اصلاحاتو عملي کولو لپاره يې تر دې دمه هېڅ قسمه ګامونه نه دي پورته کړي.

ياده دې وي چې د مرکزي حکومت کابينې په قبايلي سيمو کې د اييني او انتظامي اصلاحاتو په اړه د سپارښتنو منظوري ورکړې خو دغه اصلاحات له هم قومي اسمبلۍ ته د منظورۍ لپاره نه دي وړاندې کړل شوي.

XS
SM
MD
LG