د لاسرسي ځای

اردوغان: اروپايي ټولنه دې د ترکیې ورګډولو په باب وغږېږي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې له دې ټولنې سره دې د ترکیې د یو ځای کېدو په تړوا خبرې پیل کړي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که داسې و نه شي انقره به له دې ټولنې سره د خبرو اترو لپاره نور هېڅ و نه لري او په مخه ښه به ورته ووايي.

اردوغان دا څرګندونې تر هغه وروسته کوي چې د اروپايي ټولنې د پراختیا کمیشنر یوهانس هان د سېشنبې په ورځ وویل د اردوغان تر واکمنۍ لاندې ترکي له اروپايي ټولنې سره یوځای کېدو ته شا کړه.

بلخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اردوغان به په بروکسل کې د ناټو د مشرانو د هغې غونډې په څنګ کې له اروپايي مشرانو سره وګوري چې د مې په ۲۴ مه او ۲۵ مه نېټه جوړېږي.

XS
SM
MD
LG