د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې یو روسی عسکر وژل شوی


د روسیې دفاع وزارت د سېشنبې په ورځ وويل، چې يو پوځي چارواکی الکېسي بوچلنکوف يې په شام کې د نښه ويشتونکو په ډزو وژل شوى دى.

د دفاع وزارت وايي بوچلنکوف د هغو روسي سلاکارانو په ډله کې وو ، چې دنده يې د شام توپچيانو ته روزنه ورکول دي.

ياد دفاع وزارت وايي چې د پوځي تربيې دوران د شام پر يو پوځي يونټ د وسله والو د نښه ويشتونکو لخوا ډزې وشوې چې په کې دغه روسى سلاکار سخت ژوبل شو او وروسته يې ساه ورکړه.

دا په وروستۍ مياشت کې دويم روسى پوځي سلاکار دى، چې په شام کې يې د وژل کېدو راپور ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG