د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په جنوبي کوریا کې د توغندیو دفاعي سیستم ځای پر ځای کړی


په سیول او واشنګټن کې پوځي چارواکو نن(سېشنبه) ويلي، د توغندیو هغه دفاعي نظام چې امريکا په جنوبي کوریا کې ځای پرځای کړی او چین او روس یې سخت په غوسه کړي دي، فعال شوی دی.

د جنوبي کوریا او امریکا پوځي چارواکي وايي، په لوړه ارتفاع کې دا دفاعي نظام دا توان لري چې د شمالي کوریا هر ډول توغندی یا اټومي برید کشف او شنډ کړي.

ټاکل شوې وه چې دا نظام د ۲۰۱۷ م کال په پای کې فعال شي. له دې نظام سره نه یوازې د مسکو او بیجینګ له خوا بلکې په جنوبي کوریا کې دننه هم مخالفت څرګند شوی دی.

د ولسمشرۍ انتخاباتو مخکښ لیبرال کاندید مون جای ان Moon Jae-in چې له شمالي کوریا سره د تماس ټینګولو غوښتنه کوي ویلي دي چې که دی ولسمشر شي نو د توغندیو د دغه دفاعي نظام په اړه به له سره غور وکړي.

په جنوبي کوريا کې دا دفاعي نظام په داسې حال کې فعال شوی چې شمالي کوریا د شنبې په ورځ یو بل توغندی وازمویه چې د راپورونو له مخې د توغولو هڅه یې بریالۍ نشوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG