د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګیلا مېرکل له پوتين سره د لیدو لپاره سوچي ښار ته رسېدلې


د جرمني وزيراعظمې انګيلا ميرکل له روسي ولسمشر ولاديمير پوټين سره د لیدو لپاره ساحلي ښار سوچي ته رسېدلې ده.

دواړه مشران به نن ناوخته د پوټين په کور کې د جي شل هېوادونو د سرمشريزې په اړه خبرې کوي چې ټاکل شوې ده د جرمني په هامبورګ ښار کې د جولای په اوومه او اتمه جوړه شي. روس ته د ميرکل نننی يو ورځنی سفر وروسته له هغه دوهم دی چې روس د ۲۰۱۴م کال په مارچ مياشت کې کرايمیا ټاپو له اوکراینه ونيول.

د ميرکل وياند ويلي چې نوموړې به همداراز د اوکراین او شام د کړکېچونو په اړه هم بحثونه وکړي. په ورته وخت کې سپینه ماڼۍ وايي، ډونلډ ټرمپ به له ولاديمیر پوټین سره نن د واشنګټن پر وخت غرمه ۱۲ نيمې بجې پر ټليفون خبرې کوي.

د ټرمپ د ادارې چارواکي وايي دواړه مشران به په شام کې د روانې کورنۍ جګړې په اړه وغږیږي چیرته چې مسکو د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي او امریکا بیا د هغو یاغیانو سره ولاړه ده چې د اسد حکومت نسکورول غواړي.

ټرمپ تېره میاشت په شام کې پر ولسي خلکو د خونړیو کیمیاوي بریدونو چې ده یې مسولیت د اسد پر حکومت واچوی، څخه وروسته د شام پر یوې هوايي اډې د حملې امر کړی و. روس د دې خبرې تردید کړی و چې ګواکې د شام حکومت د یاد برید مسول دی په کوم کې چې ۹۰ کسان وژل شوي وو.

ټرمپ له هغه بریده وروسته ویلي وو چې د واشنګټن او مسکو تر منځ به ښايي اړیکې تر ټولو ټيټې کچې ته لوېدلې وي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG