د لاسرسي ځای

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د هند حکومت هغه دعوه رد کړه چې ویلي یې وو، پاکستاني ځواکونو د کنټرول پر لیکه د دوی غاړې ته راکټونه او هوانونه ویشتلي، د هندي ځواکونو له ګزمې سره یې جګړه کړې او په ترڅ کې یې د دوو هندي سرتېرو مړي سپک کړي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا د دوشنپې په روځ په خپل یو ټویټر پیغام کې ویلي، د پاکستاني پوځ لخوا د کنټرول د لیکي د اصولو څخه سر غړونه نه ده شوې او د هند دا دعوه هم ناسمه ده چې ګواکې پاکستاني پوځ د هندي عسکرو مړي خراب کړي دي.

نفیس ذکریا زیاتوي چې د پاکستان پوځ په پوره مانا مسلکي دی او هېڅکله به د کوم عسکر بې حرمتي و نه کړي خو د هند پوځ وايي دا یو کرغېړن عمل دی او دوی به پاکستان ته د دې مناسب ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG